د افغانستان نوې څېره |۲| د ملا عمر رحمه الله زوی د خپل پلار يادونه کوي

د افغانستان نوې څېره |۲| د ملا عمر رحمه الله زوی د خپل پلار يادونه کوي سیاسي

افغانستان ته زما د سفر اړوند ليکنو په دوام کې د طالبانو د ماضي (تېر) اړوند يوه مهمه برخه پرانيزم، چې هغه د طالبانو د تحريک د بنسټګر او مؤسس ملا محمد عمر رحمه الله د پناه کېدو موده ده.

 زما منزل د ملا محمد عمر رحمه الله د زوی او افغانستان د اسلامي امارت د دفاع وزير ملا محمد یعقوب مجاهد سره ملاقات و، مخکې له دې چې د ملا محمد يعقوب سره د په زړه پورې تاريخي خبرو اترو يادونه وکړم لازمه بولم چې د هغه د شخصي ژباړن ستاينه وکړم کوم چې با ادبه او تکړه ځوان روح الله الأفغاني دی، چې په خورا ښه او پياوړې عربي ژبه يې خبرې کولې، کله چې په عربي ژبه غږېدو لکه يو روان سيند، چې د عربي ژبې د حروفو مخارج يې هم په ډېر واضح ډول ادا کول...

 د افغانستان د دفاع وزير ملا محمد يعقوب مجاهد د پلازمېنې کابل په مرکزي سيمه کې پخپل کور کې زموږ هرکلی وکړ، د افغانانو د دود او عادت په اساس رامخې ته شو او ما سره يې په غېږه روغبړ وکړ او راته کړل يې چې غوره بولم پخپل کور کې درسره ووينم؛ ځکه تاسو يو له هغو ګوتو په شمار ژورنالېستانو څخه ياست چې زما له والد رحمه الله سره يې ملاقات کړی وو.

 هماغسې په ځمکه کښېناستلو لکه څرنګه چې په ۱۹۹۵ کې د ده له پلار سره د ملاقات پرمهال د طالبانو په معنوي پلازمېنې کندهار کې د معاصر افغانستان د بنسټګر احمد شاه ابدالي په قصر کې د يوې ونې لاندې ناست وو. هغه ورځ ملا عمر رحمه الله خپل څادر(پټو) خپور کړ ترڅو دواړه پرې کښېناستلو او خبرې اترې مو وکړې.

 د پرون او نن ترمنځ ډېر څه تېر شول خو حقيقت بل ډول وو، دلته په افغانستان کې ډېر څه نه دي بدل شوي، نن ورځ طالبان لکه د خپل لومړي راپورته کېدو په څېر بيا را ګرځېدلي، مشرانو يې د نوو واکمنانو په توګه تبارز او ظهور کړی، مخالفين يې نږدې هېوادونو ته منزوي شوي، بلکل لکه په ۱۹۹۶ کې چې د دوی مخالفين او دښمنان مات شول په استثناء د پنجشېر او بدخشان په ځينو سيمو کې د مخالفې ډلې د مشر له ځينو سيمو څخه.

 

د دوه ساعتونو په زړه پورې لېدنې او خبرو اترو پرمهال چې لکه د برق په څېر ژر تېر شول، او په لړ کې يې موږ د افغانستان اسلامي امارت د داخلي وضعيت او هغه لاسته راوړنو او پرمختګونو په هکله بحث وکړ کوم چې په تېرو درې کلونو کې ترلاسه شوي وو، ورسره هممهاله مو د ګاونډيو هېوادونو په ځانګړې ډول پاکستان سره د اړيکو او هلته د شته کړکېچ او په افغان سيمو کې د پاکستاني طالبانو د شتون په هکله خبرې اترې لرلې، خو په ټوله کې دا خبرې اترې تر ډېره د هغه معما په هکله را څرخېدلې چې لا تر اوسه يې زه او ټول هغه څوک چې د طالبانو تحريک څاري حیران کړي دي او هغه دا چې ملا محمد عمر رحمه الله څرنګه له خپل زوی او د امارت له مشرانو سره د پناه کېدو مرحلې په لړ کې اړيکه ټينګوله. 

د ملا يعقوب څخه مې مخامخ او په څرګند ډول د هغې مرحلې په هکله وپوښتل، او په ټوکه کې مې ورته وويل چې د سوډان د کمونست ګوند مشر عبد الخالق المحجوب چې کله کلونه کلونه له سوډان حکومت څخه پټ وو کله چې راښکاره شو د پټېدو مرحلې په هکله ترې پوښتنه وشوه، نو هغه داسې وويل: زه د هغې مرحلې په هکله څه نه شم ويلی ځکه ښايي بيا ور وګرځم!! ملا يعقوب په خندا شو او راته کړل يې: د هغې مرحلې په هکله تفصيلات به درکړم کوم چې مخکې یې په هکله نه يو غږېدلي او د والد سره د اړيکي نيولو په هکله او دا چې څرنګه يې په وفات خبر شو.

 

ملا يعقوب رحمه الله داسې را کښېناست لکه د پلار په حضور کې چې ناست وي بيا يې داسې پيل وکړ: (کله چې په ۲۰۰۱زيږديز کال کې امريکا په افغانستان يرغل وکړ، هغه مهال زما عمر ۸ کلونه وو، او ما هغه وخت د پلار د تره مولوي محمد جمعه څخه چې د هغه استاذ هم وو د افغاني نصاب له مخې شرعي علوم ترلاسه کول، بيا د امريکايانو پرضد د جهاد پرمهال په کوېټه کې په يوه ديني مدرسه کې شامل شوم، هرو څو مياشتو کې به موږ د امنيتي ملحوظاتو له وجې خپل استوګنځی بدلاوه، زما هيڅ ملګری هم نه پوهېدو چې زه د ملا محمد عمر رحمه الله زوی يم، مور به مو تل راته د پټ پاتې کېدو مشوره او توصيه کوله، او دا چې موږ په داسې سيمو کې ژوند کاوه چې هلته د مهاجرينو ګڼه ګوڼه وه او د افغانستان له مختلفو ولايتونو څخه هلته خلک راتلل نو ځکه خو موږ ته هلته اوسېدل او پټېدل يوڅه اسان شول او ډېرو پوښتنو او ګروېږنو سره مخ نه وو).

 

ملا يعقوب څو شېبې چوپ شو ترڅو ځيني خاطرې را يادې کړي او ښايي هغه د ماشومتوب هغه شېبې را يادې کړي چې د خپل پلار سره يې تېرې کړي او هغه موده يې ډېره لږه يادېږي، ما يې هم د چوپتيا څخه ګټه پورته کړه او د موضوع د جوهر په هکله مې ترې وپوښتل: نو د پلار د غياب په موده کومه چې تر کلونو وغځېده هغه سره مو اړيکه څنګه نيول، بيا يې ځان را ټول کړو او زياته يې کړه: (پلار سره اړيکه به د ټايپ کاسيټونو په واسطه وه، هغه به له دې لارې خپلو مسؤولينو او قومندانانو ته بېلابېل پيغامونه او لارښوونې استولې، کله ناکله به يې په مستقيم ډول شفهي پيغامونه لېږل، او له پلاره د جلا کېدو او غياب مودې له پيل څخه درې مياشتې وروسته مو په لومړي ځل په سټلايټ خبرې وکړې چې هغه مهال د خپلې خوښۍ بيان زه نشم کولی). 

  

تړلي موضوعات